• 2831阅读
  • 11回复

听写国际广播电台普什图语

级别: 管理员
级别: 管理员
只看该作者 11 发表于: 2011-08-06
بهرام عادل : زه او زما چيني دوستان
cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:
普什图语10

http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92904.htm

عادل په پونتونکی    

درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه! د بهرنيان په چين د پروګرام يو شمير زيات اوريدونکي مونږ ته د پيغامو او ليکونو د ليږلو له لارې غوښتي چې دوي غواړي په چين کې د بهرنيو زده کوونکو د ژوند او زده کړې په هکله زيات معلومات ترلاسه کړي . نو ددې اونۍ په پروګرام کې موله يو بل افغان زده کوونکي سره چې بهرام عادل نوميږي مرکه کړيده . او په چين کې به د ده د ژوند او زده کړې په هکله تاسو ته معلومات در کړو .  

    
زمونږ خبرياله له عادل سره د مرکې په ترڅ  کې                عادل له خپل ښوونکی سره  


بهرام عادل چې درويشت کاله عمر لري ، په ٢٠٠٦ کال کې چين ته راغلی او د بېجينګ د سايس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې د کمپيوتر په څانګه کې زده کړې کوي . دا چې بهرام عادل له کمپيوتري معلوماتو سره ډيره مينه لرله ، نو هيله يي درلوده چې په دې هکله د زياتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره چين ته راشي . نوموړي پدې هکله داسې وويل  
  
چين ته تر راتلو مخکې د ده ښوونکو او دوستانو ور ته ويلي وو چې چيني ژبه ډيره ګرانه او پيچلې ده. خو د ده په اند که څه هم چيني ژبه يوه مشکله ژبه ده ، خو ډيره خوندوره هم ده . عادل د کوچنيتوب پر مهال يو ډير ښه او تکړه زده کوونکی و. د بيجينګ د سايس او تکنالوژۍ پوهنتون د غوښتنې له مخې ، بهرني زده کوونکي بايد د چيني ژبې له يوکلنې ځانګړې زده کړې وروسته تخصصي څانګه ته انتخابيږي . نو عادل چين ته د رسيدو په لومړی کال کې د چيني ژبې د زده کړې لپاره ډير کوښښ وکړ چې اوس په چيني ژبه رواني خبرې کولی شي . هغه وويل، د چين د مرکزي تيلويزيون په اتم چينل کې د ښودل شويو تي وي پلې يا تلويزيوني نندارې له فلمونو سره ډيره مينه لري چې په ترڅ کې يې د چيني قاموس په وسيله د نورو بهرنيو زده کوونکيو په پرتله د چيني ژبې د ويلو او ليکلو کچه لوړه شوېده.

      
عادل له چيني ټولګيوالو سره  


کله چې هغه تازه چين ته راغې نو له چينی ژبې سره يې زياتي ستونزې درلودې . حتی هغه نه شوای کولی چې په خوړنځي کې د خوراکونو نومونه ووايي . يوه ورځ په رستورانت کې د ده  يو چيني ټولګيوال د خوراکونو د نومونو ويلو په وخت کې له ده سره مرسته وکړه.ورپسې هغه د مثلثاتو په برخه کې هم له عادل سره زياته مرسته کړيده .د عادل په اند، دغه ټولګيوال دده ريښتنی ملګری دی .هغه عادل سره بې له کوم مقصد مرسته کړې ده.عادل وويل زه نه غواړم چې له داسې ښه دوست څخه بيل شم،که زه بيرته خپل هيواد ته هم ولاړ شم، نو دې به ډير يادوم . د بېجينګ په های دين سيمه کې د جونګ ګوان ځون په نامه د کمپيوټر دپلورنې يو مرکز شته چې ډول ډول کمپيوټرونه او نور الکترونيکی توکي پيدا کيږي.هر کله چې نوي ماډل کمپيوټرونه او الکترونيکی توکي توليديږي ، نو د جونګ ګوان څون په پلورنځيو کې موندل کيږي.دغه ځاي د عادل ډير خوښ دی.هغه هميشه له خپلو ملګرو سره د الکترونيکی توکيو د اخستلو لپاره دغه مرکز ته ځي تر څو له هغوی سره مرسته وکړي .له دی امله چې عادل ډير ځله هلته تللی،د دغه مرکز ډيری پلورنکي بهرام عادل پيژني.کله چې هغه کوم يو دکان ته ننوځي نو دکاندار ورته سلام ورکوي او ورته ښه راغلاست وايې .هغه په دغه مرکز کې زيات چيني دوستان لري. د عادل په اند،په چين کې د لومړنيو زرده کړو د ښوونې او روزنې کچه ډيره لوړه ده .بنسټيزې زده کړې د چين په ښوونيز سيستم کې ډير مهم دي. هغه په چين کې ډيرې ښې بسټيزې زده کړي تر لاسه کړي دي چې له امله يې ډير برياليتوبونه هم لاسته راوړي .هغه غواړي چې په راتلونکيو کې د ده کشر ورور هم د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره چين ته راشي!

级别: 管理员
只看该作者 10 发表于: 2011-08-06
http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92925.htm
普什图语9

د چين د نړيوالې راډيو درنو او محترمو اورېدونکيو ښې چارې،هر چېرې چې ياست د خوښۍ او سوکالۍ څخه ډک ژوند ولرئ،په همدې هيله به راشو د دغو لړۍ د يوې بلې کړۍ وړاندې کولو ته ،نن مې د دې پروګرام لپاره په افغانستان کې د جنوبی اسيا د همکاريو ټولنې له مشر غزيذ احمدزاده سره مرکه کړې ده.

ښاغلي احمدزاده د ټلويزيون او راډيو په اړه د چين او د جنوبی اسيايي هيوادونو د فورم د ګډون لپاره چين ته راغلی.د مې په ديارلسمه نېټه نوموړی فورم په بېجينګ کې پرانستل شو.د جنوبی اسيا د همکاريو ټولنې استازيو،چې له افغانستان ،هند،پاکستان،بنګلديش،نپال،سريلانکا،مالديو او نورو هيوادونو څخه راغلي وو،په دغه فورم کې ګډون کړی دی.خبريال د فورم په تالال کې له ښاغلي احمدزاده سره مرکه وکړه.د ښاغلي احمدزاده عمر له شپيته څخه هم مشر دی،خو لکه يوه پنځه څلوېښت عمر کس داسې دی.هغه د خپل کار په اړه وويل:

غږ١

د ټليويزيون او راډيو پرمختګ د هر هېواد لپاره ډېر مهم دی. د دغه سازمان موخې دا دي چې د دوی د پرمختګ په ساحه کې د برخوالو هېوادونو د تجربو تبادلې کول دي.د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ له پلي کولو وروسته د چين په بېلا بېلو ساحو کې ستر برياليتوبونه تر لاسو شوي او ټلويزيون او راډيو هم زيات پرمختګونه موندلي دي.اوس په چين کې زيات دولتي يا شخصي ټلويزيونونه او راډيوګانې شته چې په بېلا بېلو ژبو د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو معلومات خلکو ته معلوم کړي.د دوی پرمختګونو تر څانګ د چين بڼه بدله شوې.د زياتو خارجيو خلکو په اند اوسنی چين د پخوانی چين په پرتله ډېر زيات ديموکراتيک او سمسور دی چې د چين ځينی ښارونه د ډېر پرمختللی ښارونو په شان دي.د دې په اړه ښاغلي احمدزاده وويل:

غږ٢:

د چين په پرمختګ سره د بشري حقوقو په اړه کارونه هم په ښه توګه تر سره کېږي.اوس په چين کې د خلکو انتخابونه زيات دي.سړی کېدای شي چې پخپله خپله أينده وټاکي.هر سړی چې کوښښونه وکړي ټولنې او خلکو ته خدمتونه برابرولی شي او له دې څخه به خوشحالی تر لاسه کولای شي.ښاغلي احمدزاده هم دا په پام کې ونيولې.هغه وويل:

غږ٣

نو دا پر چين باندې د ښاغلي غزيذ احمدزاده خاطرې دي.مونږ هرکلی کوو چې تاسو چين ته ولاړشو او د چين د ليدو وړ ځايونه او لرغونی اثار په خپله سترګه وګورو.

بهرنيان په چين کې د پروګرام محترمو اورېدونکو د پروګرام ننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسيږي، تر بلې اوونۍ مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.
级别: 管理员
只看该作者 9 发表于: 2011-08-06
د ښاغلی بابا خان اسلمي: د راډيويي خپرونو د ودې او پرمختګ په اړه زما هيله

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:15:41

普什图语8

http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92914.htm

ګرانو اورېدونکيو!په نننۍ خپرونه کې مو په چين کې د افغانستان د لوی سفارت له لومړي سکرتر بابا خان اسلمي سره د زړه خواله کړې چې په چين او افغانستان کې يې د راډيويي خپرونو د ودې او پرمختګ او اهميت په اړه په زړه پورې خبرې کړې دي:

مننه، زما نوم بابا خان او تخلص مې اسلمي دی،اوس مهال په چين بېجينګ کې د افغانستان د لوی سفارت لومړی سکرتر يم،او د کولتوري مسايلو او په دې پورې اړوندې چارې پر مخ بيايم.د دې تر څنګ تحصيلي او سپورټي برخو مسايل او نور مسايل چې په دې برخه پورې اړه لري تر سره کوم.تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم،هغه دا دي په ځانګړې توګه د چين نړيوالې راډيو په اړه،چې هغه په درې څلوېښت مختلفو بهرنيو ژبو خپرونې لري او په لسو نورو ژبو له اړوندو سازمانونو هېوادونو سره همکارۍ لري چې په دې ترتيب ټولې دري پنځوس ژبو خپرونې لري،د کولتور ټولنيزو مسايلو او د ولسونو په نژدېوالي په برخه کې يې ښه اغېز ښيښدلی دی دغه خپرونې د دواړو هېوادونو خلکو لپاره ګټورې دي،چې له دې جملې څخه د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه د افغانستان او د چين د ولسونو تر مينځ يادولی شو،چې زيات شمېر اورېدونکي لري افغانستان د دوی د دې کار هرکلی کوي او موږ هيله من يو چې دا لا پراخوالی پيدا کړي،څنګه چې تاسو په جريان کې يئ په پام کې ده چې په اف ايم څپو کې يو ساعته خپرونې د کابل د ملي راډيو له لارې ډېر ژر پيل شي،د افغانستان اړخ هم منلې ده چې راډيو د پيغام رسولو لپاره يوه ګټوره او ارزانه وسيله ده چې ډېر خلک يې کار وي.

د افغانستان په اړه تاسو پوهيږئ چې مخکې موږ يوازې يوه دولتي راډيو او تلويزيون درلودل،د نوي حکومت له پيل وروسته د ١٣٨٠لېږديږ لمريز څخه را په دې خوا په دې اووه اته کالونو کې په افغانستان کې رسنيو،تلويزيونونو،د راډيوګانو شمېر ډېر زيات شوی دی،ويلی شو د پنځه وېشتو په شاوخوا کې له شخصي چينلونو شمېر اوښتی دی او د دې ټول تر څنګ يو ملي راډيو تلويزيون لري او نور ټول شخصي دي او د راډيوګانو چې شمېر يې لسګونو په شاوخوا کې دی چې په اف ايم څپو کې خپرونې لري چې د هېواد په مختلفو ښارونو کې دي.

د کومو راډيوګانو اورېدونکي ډير دي،او د څه ډول خپرونو مينه وال دي،په دې اړه مو له اسلمي څخه وپوښتل،نوموړي وويل:

پوهېږئ چې کوم ډول راډيو بهتره ده!دا په دې پورې اړوند ده چې په کوم وخت کې تاسو هغه څه ته اړتيا لرئ،هغه بايد په خپرونو کې ځای پر ځای شي تر څو د اورېدونکيو تنده پرې ماته شي،مثلا زه ويلی شم په ښارونو کې اکثرا د اف ايم څپو له لارې اورېدنکي راډيو ګانې اوري او د نوموړو خپو اورېدونکي زيات دي،ځکه په کومو څپو کې چې خپرونې کوي هغه په رڼه غږ اورېدل کيږي او هغه د غږ ستونزې چې اوږدې او لنډې څپې يې لري هغه ستونزې د اف ايم په څپو کې نشته.چې کولی شي خپل پيغام په ښه توګه ورسوي په همدې خاطر د غږ روڼه والی يې ښه وي او خلک ډېر لېواله وي چې د اف ايم له لارې يې واوري،مګر لېرې پرتو سيمو کې په کليو او بانډو کې خلک ډېر لېواله وي چې د هيواد او نړۍ په حالت ځان خبرې کې کړې چې په نړۍ کې څه نوې پېښې را منځته شوې دي.حنګه چې هلته د اف ايم د څپو شونتياوې نه شته نو د لنډو څپو له لارې خلک ډېره راډيو اوري.مګر زه په خپله که په کلي کې وم که په ښار کې په لنډو څپو کې راډيو اورم،مخکې چې زه په افغانستان کې هم وم د چين نړيواله راډيو مې اورېدله،په هغو وختو کې مې په زړه دي چې د شپې لس بجې به وې کله په خپرونو بدلون خوړ چې هغوی به خبرونه درلودل،ځينې کولتور خپرونې به يې لرلې،ځينی خپرونې به يې د چين د تاريخ په اړه وې،دا ډېر په زړه پورې وو،همدارنګه نورې راډيوګانې هم شته چې په پښتو او دري ژبو ژوندۍ خپرونې له افغانستان څخه خپروي،د بي بي سي راډيو ده،د امريکا غږ راډيو ده،د المان غږ راډيو ده همدا ډول د چين د نړيوالې راډيو ښپتو خپرونه،دا هر يو خپل اورېدونکي لري.

ښاغلي اسلمي د راډيوګانو د اغېز په رول باندې ډېرې ښې او په زړه پورې هر اړخيزې خبرې وکړې،چې په کوم وختونو او څپو کې خپرونې لري،وياندويانې ښه او په زړه پورې غږونه ولري،او د اورېدونکيو لپاره په زړه پورې توکي چمتو کړي.

تقريبا له يو کال څخه زياته موده کيږي چې زه په چين کې په دنده بوخت يم،دلته په يېجينګ کې د افغانستان د سفارت په لومړي سکرتريت يم،اوس مهال ډېری کولتوري څانګې چارو باندې بوخت يم د هغو له جملې څخه د محصلينو مسايل دي،سپورټي مسايل،د هيئتونو تبادلې چې د کولتوري چارو په اړه کيږي.د هغوی ګډون په سمپوزيمونو،کنفراسونو او همدارنګه لنډ مهالي کورسونه د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر چې تر سره کيږي د هغوی چارې سره همغاړې کوم،څنګه چې تاسې په جريان کې يئ د اولمپيک د بېجينګ په نړيوالو لوبو کې د افغانستان د لوبغاړيو ګډون په سفارت کې يې د چارو مسئوليت دنده زما په غاړه وه او په عين وخت کې زه د اولمپيک اتشه هم وم،د الله په فضل لکه څنګه چې تاسې خبر يئ موږ څلور کسه لوبغاري لرل چې وکړای شول يو مېډال په لاس راوړي،دا لومړنی مېډال وو د اولمپيک په تاريخ کې د افغانستان لپاره.همدا ډول نور چې ننداتونونه جوړيږي هغه سره همغاړي کوم موږ او زموږ هيئتونه په کې ګډون کوي،د افغاني کولتور ښودلو مقابل لوري د چين خلکو ته او همدارنګه د چين د خلکو ښودل او د هغو د تاريخ په اړه معلومات او د افغانستان د خلکو په برخو کې کار کوم.
级别: 管理员
只看该作者 8 发表于: 2011-08-06
چين ته د افغان دګروال رازق الله مرادی لنډ سفر
cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:15:41
普什图语7
http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92905.htm

افغان دګروال رازق الله مرادی

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اورېدوکيو زما ليلا نيکې هيلې او سلامونه ومنئ . خدای وکړي چې د خوښۍ او روغتيا جامې مو پر تن وي.

چين او افغانستان دوست ګاونډي هيوادونه دي او د لرغوني زمانې راهيسې د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ موجود دی . په وروستيو کلونو کې چين له ځينو دوستو هېوادونو په تيره بيا له مخ پر ودو هيوادونو سره پوځي راکړی ورکړی هم زياتي کړي دي . د چين د دفاع پوهنتون د نورو هيوادونو د پوځي افسرانو د روزلو په موخه اوه سيمينارونه ترسره کړي او په روانې مياشتې کې دا اتم سيمينار دې چې پيل شوې دی .

  
دګروال رازق الله مرادی د سي ار اي د پښتو څانګې په دفترکې زمونږ له خبريالانو سره د مرکې په حال کې

ډګروال رازق الله مرادي چې د افغانستان د دفاع وزارت د مخابرې د رياست يو افسر دی،اوس مهال په بېجينګ کې په دغه مسلکي سيمينار کې ګډون لري . د دغه سيمينار ګډون کوونکو د مارچ په ١٩ نيټه د چين له نړيوالې راډيوڅخه ليدنه وکړه . ښاغلي زراق الله مرادي د پښتو څانګې له خبريالانو سره مرکه کړې او ددې سيمينار د زده کړو په اړه يې داسې وويل، مونږ پدې سيمينار کې په عمده توګه د ستراتيژيکي مهارتونه زده کوو . زمونږ استادان ټول غوره او تجربه لرونکي جنرالان دي. زمونږ په ټولګي کې د شپږو هېوادونو نمايندګان دي چې په انګريزي ژبه د زده کړې اود نظريو تبادله کوي.



که څه هم هغه په چين کې يوازی د يوې مياشتې لپاره زده کړه وکړی،خو يقين دی چې دغه لنډه موده به په خوښۍ سره تيره شی. ښاغلی مرادي وايې که بيا هم ورته زمينه برابره شي ، نو چين ته به سفر وکړي .

په افغاننستان د مارچ يوويشتمه نېټه د نوي کال لومړنې ورځ ده .په چين کې ميشت افغانان هم د نوي کال نوروز د بيلا بيلو مراسمو په ترڅ کې لمانځي . .ښاغلی مرادي به د نوروز جشن په بيجينګ کې تېر کړي . هغه وويل ، چې د نوي کال په ورځ به خپلې کورنۍ ته د تيلفون له لارې د نوي کال مبارکي وکړي . او هم به يې د سي ار ای راډيو له لارې خپلو ټولو هيودوالو ته د نوي کال د مبارکې ووايي .



د بهرنيان په چين کې د پروګرام محترمو اورېدونکو د پروګرام ننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسيږي، په راتلونکي پروګرام کې به د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو په هکله د ښاغلي ډګروال رازق الله مرادي څرګندونې واورې .تر بلې اوونۍ مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.
اړوندې ليکنېد مېلمنو ليکنځایوروستی پروګرام
دوشنبه  سه شنبه

چارشنبه پنجشنبه

جمعه  شنبه

يکشنبه وروستی پروګرام







نور>>
دوشنبه سه شنبه
چارشنبه پنجشنبه
جمعه شنبه
يکشنبه
وروستی پروګرام
级别: 管理员
只看该作者 7 发表于: 2011-08-06
http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92916.htm

普什图语6

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له وياند سره مرکه
cri     (GMT+08:00) 2010-01-26 14:43

د بهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو نيکې هيلې او سلامونه زه ليلا يم،هر چېرې چې ياست د خوښۍ او سوکالۍ څخه ډک ژوند ولرئ،په همدې هيله به راشو د دغو لړۍ د يوې بلې کړۍ وړاندې کولو ته،نن مو د دې پروګرام لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له وياند احمد ظاهر فقيري سره مرکه کړيده.ښاغلي فقيری د جون له نهمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې د بهرنيو چارو له وزير رنګين دادفر سپنتا سره يو ځای چين ته په سفر بوخت و.زمونږ اورېدونکې د بېجينګ د دياو يو تای په نامه په دولتی مېلمستون کې له ده سره مرکه کړيده.
级别: 管理员
只看该作者 6 发表于: 2011-08-06
سيد حبيب الرحمان حسين پور په چين کې

cri     (GMT+08:00) 2010-01-26 14:43:49

普什图语5

http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92902.htm

بهرنيان په چين کې پروګرام قدرمنو مينه والو زما ليلا نيکې هېلې او سلام ومنئ .

هيله ده چې د خوښۍ او خوشحالۍ څخه ډک ژوند مو په برخه وي. دا دې نن يو ځل بيا د دغه پروګرام په وانډې کولو سره ستاسو په خدمت کې يم . د پروګرام په ننۍ کړۍ کې به په چين کې د يو افغان محصل سيد حبيب الرحمان حٌسين پور تاسو ته درپيژنو .




حسين پور د بېجينګ د اولمپيک لوبو له افغاني اتل سره    


ښاغلي سيد حبيب الرحمان حٌسين پور دا مهال د بيجينګ د ژبو په پوهنتون کې د سياسي علومو په څانګه کې د ماسټري ديپلوم د تر لاسه کولو لپاره زده کړې کوي .

هغه د افغانستان د تخار ولايت اوسيدونکی دی او په ٢٠٠٠ کال کې چين ته راغلی و. او د شان دونګ په پوهنتون کې يې د ليسانس زده کړې تر سره کړي ..له فراغت وروسته هغه بېرته افغانستان ته ستون شو او په کار يې پيل وکړ،خو يو کال وروسته هغه خپلو زده کړو ته د دوام ورکو لو په موخه يو ځل بيا چين ته راغی ،ځکه هغه هيله لري چې د چين په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړي..


سيد او د ده دوستان

څرنګه چې حُسين پور ته په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې فٌرصت مساعد و نو هغۀ په خپله خوښه چين غوره کړ. هغه داسی وويل ،ځکه چې په ماشومتوب کې له خپل تره څخه د چين په هکله زيات معلومات واوريدل و، نو د چين ښه خاطره دده پر ذهن اثر کړی و . حُسن پور د لي شياو لونګ له فلمونو سره هم مينه لري او هغه يې خوښيږي .هغه وويل په افغانستان کې داسې کسان چې په چيني ژبه خبرې کولای شي ، ډير لږ دي ، نو له همدې امله دی غواړی چې چيني ژبه او کلتور زده کړي.

نژدې نهه کاله کيږي چې حٌسين پور په چين کې زده کړو

  

زمونږ خبرياله له حسين پور سره د مرکې په حال کې

ته دوام ورکوي .هغه د رخصتي په ورځو کې هربين،شينجانګ،نان جينګ او نورو ښارونو ته سفرونه کړي دي او هر ځل په اورګاډی کې له نويو دوستانو سره اشنا شوې دی .هغه هم له چينايي خواړو او د چين د عنعنوي جشن د لمانځنې له فعاليتونه سره هم ډير مينه لري.

هغه وويل ، له چينايې دمپلينګ سره چې يوه ډول ځانګړي چينايې خواړه دی ، ډيره مينه لري .د پسرلنۍ د جشن په موده کې هغه د جشن ځانګړی بازارونو ته تللی واو هلته يې زيات عنعنوي شيان د ځان لپاره اخيستي او وايې چې دا شيان به د سوغاتو په توګه پخپل هيواد کې خپلوانو او دوستانو ته ور کړم .

په ٢٠٠٠ کال کې لږ افغانان په چين کې اوسيدل ،خو په وروستو څو کلونو کې زيات افغانان په چين کې زده کړه کوي اويا هم په سوداګري بوخت دي . دوی کله کله د ځانګړو ورځو او مهمو جشنونو په موده کې د افغانستان د سفارت په بلنه هلته ورځي او په غونډو کې يې ګډون کوي .

د اولمپيک لوبې د ٢٠٠٨ کال په اګست کې د بيجينګ په ښار کې ترسره شوې . حٌسين پور په هغه وخت کې يو له هغوي کسانو څخه وو چې د خپل پوهنتون لخوا د المپيک لوبو ته د يوۀ داوطلب په توګه ور معرفي شو ، تر څو د نورو دا وطلبانو تر څنګ د لوبوپه بهير کې خلکو ته ښه خدمت وکړي . هغه وايې چې دا کار ورته نه هيريدونکی دی .

هغه خبريالانو ته داسي وويل، په تير اګيست کې ما د بيجينګ په اولمپيک لوبو کې د يو داوطلب په توګه د افغانستان ،پاکستان او ايران ليدونکو ته خدمت وکړ. پدې لوبو کې درې افغان لوبغاړو هم ګډون درلود، نو ما د چين له بيلابيلو ښارونو څخه ټول افغاني ملګري را وغوښتل تر څو د المپيک لوبو په بهير کې افغان لوبغاړي تشويق کړو . دا زما د زده کړو په بهير کې په چين کې تر ټولو په زړه پورې او نه هيريدونکي خاطره ده . .

د هغه زده کړې به په راتلونکی جولاۍ کې پای ته ورسيږي، اوس مهال هغه له پوهنتون څخه د فارغت لپاره د تيس يا منوګراف پر ليکلو بوخت دی . دا د يو ماسټرې د ډيپلوم لپاره په تيره بيا د يوۀ بهرني زده کوونکي لپاره يو ساده کار نه دی چې په چيني ژبه له پوهتون نه د فارغت د تيس يا منوګراف وليکي، خو هغه باور لري چې خپل تيس په ښه توګه وليکي او بيا به خپل وطن ته بيرته ولاړشي او له خپلو خپلوالانو سره د نيکمرغه ژوند ترڅنګ د افغانستان او چين د وګړيو ترمنځ د دوستۍ د ښو اړيکو ساتلو لپاره خدمت وکړي.

هغه وويل، ما له کوچنيوالي څخه له چين سره مينه درلوده ، اوس ٩ کاله کيږي چې په چين کې ژوند او زده کړې کوم ، چين د افغانستان لپاره يو دوست ګاوندی دی ، ډير غواړم چې له پوهنتون څخه تر فارغت وروسته خپل وطن ته بيرته ولاړ شم او د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ د ساتنې لپاره غوره کارونه تر سره کړم .

د مرکې په پای کې هغه مونږ ته وويل چې د ده کشر ورور په کابل کې د پوليسو په اکاډمۍ کې زده کړې کوي او غواړي د سي ار اي راډيو له لارې هغه ته خپل سلامونه وليږي .

مونږ هيله لرو چې د حُسين پور ګران ورور له ليری ځاي څخه دده د زړه له کومې سلامونه واوري!

ګرانو اوريدونکو! بهرنيان په چين کې پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي. پدې هيله چې ستا د پام وړ کړځيدلی وي . د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې تاسو لوی مهربانه خدای سپارم !
级别: 管理员
只看该作者 5 发表于: 2011-08-06
http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92912.htm
普什图语4

د اورياخيل نيکمرغه کورنۍ

cri     (GMT+08:00) 2010-01-26 14:52



دا په زړه پورې کيسه د کوچني ميوند له خوا جوړ شوې ده.هغه څلور کلن دی او په بېجينګ کې له خپل پلار،مورې او دوو خويندو سره يو ځای اوسيږي.د ده پلار ښاغلي بريد جنرال رازمحمد اورياخيل د افغانستان د ملي اردو افسر دی،د ده مور مېرمن رحيمه اورياخيل د کابل ښار د ناهيد شهيد دليسي ښوونکې ده.د ده دوه خويندې هيله او سيله ډيرې ښکلې نجونې دي،يوه يې شپږ کلنه ده او بله يې يوازې دوه.

ښاغلی اورياخيل په ونه نسبتأ لوړ او پراخه سينه لري.کله يې چې ووينې،نو يو ډول ځانګړی تود افغاني چلند لري.هغه اوس په بېجينګ کې د چين د ملي دفاع په پوهنتون کې د دفاعي مطالعاتو محصل دی،او د دوه زره او اتم کال د سپتمبر په مياشت کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای له افغانستان څخه چين ته د لوړو زده کړو لپاره راغلی. هغه نه يوازې د ملي اردو يو بريالی افسر،بلکې يو ډير ښه پلار هم دی.


زمونږ خبريالان زرينه،شکريه او ياسمين له دوي سره

ميرمن رحيمه اورياخيل هم يوه مهربانه مور ده. د دې د څېرې ښايست خو لا پرېږده د أواز تاثير ئې د زړونو رګونه خوځول. سترګې يې اوښلنې وې،شونډو يې طبيعي سوروالی درلود.هغه د خپل خاوند ښه مرستياله ده او د خپلو ماشومانو روزنه کوي.

کوچنۍ هيله، چې يوه شرم ناکه نجلې ده، باڼه يې د لشکو په څېر شخ شخ دي.هغه ډيره مينه ناکه ده او ښه سندرې ويلای شي چې په نننی پروګرام کې د هغه خوږه أواز هم واوريدولی شي.

هيله لرو چې دا ښکلی سندرې ياد کړئ او د زړه له کومې هم هيله لرو چې د اورياخيل کورنۍ د تل لپاره نيکمرغه شي.



معصم ميوند  


ښکلی هيله


سپيدلی سيله
级别: 管理员
只看该作者 4 发表于: 2011-08-06
د چين او پاکستان ترمنځ تلويزيوني همکاري به ښه راتلونکی ولري

普什图语3
http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92927.htm

cri     (GMT+08:00) 2010-03-15 11:09:11

ګرانو اوريدونکو ، لږه موده مخکې د پاکستان د تلويزيون شرکت د روانې چارې د خپرونې مشر ضفر اکبر بنګيش زمونږ له پښتو څانګې څخه ليدنه وکړه او لنډه مرکه يې وکړه ، د مرکې په ترڅ کې ښاغلي ضفر اکبر بنګيش د چين او پاکستان د خلکو ترمنځ ټينګه دوستی ياده او و يې ستايله ، دغه راز هغه د دواړو هېوادونو د تي وي شرکتونو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ په هکله ګټورې نظريې هم څرګندې کړې ، اوس به تاسي د دغې مرکې لنډيز واورئ.
级别: 管理员
只看该作者 3 发表于: 2011-08-06
普什图语2
http://pushtu.cri.cn/421/2009/10/20/1s92923.htm

عادل او په چين کې جوماتونه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-15 11:11:03





د چين د نړيوالې راډيو درنو او محترمو اوريدونکو ښې چارې!د خپرونې د کوربی سلامونه او نيکې هيلې ومنئ.په دې هيله چې روغتيا مو په برخه وي.په نننۍ پروګرام وړاندی کوونکی زه بهرام الدين عادل د افغانستان د پکتيا له ولايت څخه يو تن د بېجينګ د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون محصل،غواړم چې په دې پروګرام کې تاسو ته د بېجينګ د بعبغی جوماتونو په اړه معلومات وړاندې کړم.

په بېجينګ کې ډېر زيات شمير جوماتونه شته چې تقريبأ اته شپيتو ته رسېږي چې زه په څلورو جوماتونو کې لمنځ ادا کړې يم.لکه د نيو جيه جومات،د ما ديان جومات،د های ديان جومات او د چينګ هه جومات.او په دې جوماتونو کې د نيو جي جومات تر ټولو مشهور او ښکلی جومات دی چې د زرو کلو څخه زيات اوږد تاريخ لري.دغه جومات ته سلګونو کسانو د بېجينګ د مختليفو ځايونو څخه د لمنځ د ادا کولو لپاره راځي.دغه جومات تر اوسه پورې څلور ځلې تخريب او ودان شوی دی چې أخري وار يې د چين د قانګ شي د پادشاهی په دوره کې په کال ١٦٩٦کې و.او همده رنګه په دې ځای کې د بېجينګ زيات شمير مسلمانان اوسيږي.د نيو جيه جومات زيات شمير امامان لري چې د دوی د لمونځ د ادا کولو طريقه زما ډېر خوښېږي.ځکه چې دوی په ډېر ښکلی أواز سره قرانداريف لولي.يوه ورځ د رمضان په مياشت کې زما يو ملګری زما سره اول وار دغه جومات ته د تراويح د لمونځ د ادا کولو لپاره ولاړ او ډير يې خواښ شو او وروسته بيا څو ځله زما دغه ملګری دغه جومات ته د لمونځ د ادا کولو لپاره ورغی.

د هاوم جومات ما ديان:ما ديان جومات د ما ديان په ناحيه کې موقعيت لري او پدې ناحيه کې زيات شمير مليتونه شته چې زياتر يې مسلمانان دی.په دغه حاطر دلته د جومات ستون ضروری دس.او دغه جومات ډير اوږد تاريخ لري.په دې جومات کې يوه ونه شته چې د ٤٠٠کله څخه زيات عمر لري.دغه جومات يو کال مخکې زما يو چينايي دوست چې شيه يې نومېږي او مسلمان دی ما ته وښود او زه معمولأ د جمعې د لمونځ د ادا کولو لپاره همدغه جومات ته ورځم.دغه جومات د بېجينګ څخه د مختلفو پوهنتونونو لکه د ژبو د پوهنتون،د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون او داسې نورو پوهنتونونو څخه زيات شمير خارجې محصلين د لمنځ د ادا کولو لپاره ورځي.

د ما ديان جومات کابو پنځه امامان وجوت لري چې دوې د اسلام اودحوض د لښت وايقي سره سم جماعت ورکوي او د چينايي امامانو لپاره د قران شريف لوستل يو څه مشکل دی ځکه دوی د قران شريف په زده کولو کې ډير زيات زيارباسي.د چين مسلمانان په ډېره مينه او د زړه له خلاصه د لمونځ د ادا کولو لپاره حاضرېږي او دوی د خارجی مسلملانو سره ډېر ښه رويه کوي او همشه څوک چې نوی راغلی وي او بلد نه وي،دوی ته د جومات لاره وښيئ او معرفی کوي.

د بهرنيانو په چين کې پروګرام درانو اورېدونکو،د نننۍ پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږي.نو تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکی اب سپارم.خوشحال اوسئ.
描述
快速回复

您目前还是游客,请 登录注册